زموږ په اړه معلومات

کور ته د متحدینو راستنیدل پر دې پوښتنې تمرکز کوي چې کله چې افغان کډوال متحده ایالتونو ته راشي تر هغې وروسته به څه کیږي. اوسمهال دا ډېره اړینه ده چې موږهغو امریکایانو ته رسیدګی وکړو چې تر نورو پر دې ډېر پوهیږي چې دغه لقب څومره ارزښتناک دی. کور ته د متحدینو راستنېدل هڅه کوي تر څو  پر هغو وعدو عمل وشي کوم چې موږ خپلو متحدینو سره کړې وې، د متحده آیالتونو مختلفو برخو کې قوي بشري ځواک تزریق شي او موږ یو لاپیاوړی هېواد شو

د افغان حکومت سقوط او د طالبان راتګ سره په سلګونه زره افغانان بې ځایه شول او تهدید سره مخ شول او ډېرو امریکایانو دا احساس وکړ چې دوی اړ دي تر څو افغانانو سره مرسته وکړي. لکه د نورو امریکایانو چې افغانستان کې نظامي خدمت کړی و، بروکز کرنشا او بل مانکنز دا خپل مسؤلیت وګڼه چې باید میدان ته شي

کرنشا او مانکنز په لومړي ځل د بحري خواکونو استخباراتي پوهنتون کې په ۲۰۰۲ کال کې سره آشنا شول. لکه څنګه چې دواړو څه د پاسه ۲۵ کاله نظامي او د دولت په نورو برخو کې خدمت کړی، دوی په عاجله توګه افغان کډوالو سره مرسته پیل کړه تر څو د مهاجرت په بهیر کې ګڼې حقوقي، سیاسي او جغرافیایي ستونزې یې حل کړي

دغه پروسه په محدوده توګه پیل شوه تر څو وطنوال خوندي ځای ته انتقال شي خو وروسته په داسې حالت کې لویه شوه چې د ډېرو تذکیې شوي کسانو او د هغوی د کورنیو نومونه هم لست کې اضافه شول.  د کرنشا دسازمان په مرسته مانکینز د کډوالو د انتقال بهیر پر مخ وړه او کرنشا متحده آیالتونو کې د
مهاجرینو د مېشت کېدو،  امریکایي ټولنه کې د مدغم کېدو، ښوونع او روزنه او د دندې پیدا کولو
مسؤلیت پر مخ وړه. دمانکینز (د مانکینز ریسرچ بنسټ اېښودونکی) او کرنشا (د کرینشا شرکت) دغه مشترک کار د جون په میاشت کې پیل شوه، خو د مالي مرستو د جلبولو او د مهاجرینو د مېشت کولو پروسې آسانولو لپاره د دغې بهیر نوم (کور ته د متحدینو راستنېدل) کېښودل شو  

کور ته د متحدینو راستنېدل په فعاله توګه مهاجرینو، صنعتي برخو او د ټولنو مشرانو سره ګډ کار کوي. آیا تاسې داسې څوک پېژنئ چې له دې ګټه پورته کولای شي؟ موږ سره اړیکه کې شئ